ډېر لوستل شوي

صنعتکاران: په هېواد کې ۳۸ صنعتي خونې او له ۶ زرو زیاتې فابریکې فعالې دي

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال، ډاکتر محمد نعیم د یو شمېر صنعتي خونو له مسوولینو سره کتلي، او پر بېلابېلو مسایلو یې خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې صنعتکارانو د اسلامي نظام له حاکمیت، ټینګ امنیت او روانو رغنیزو فعالیتونو خوښي ښودلې او ویلي یې دي چې اوسمهال په هېواد کې ۳۸ صنعتي خونې او له ۶۰۰۰ زیاتې فابریکې فعالې دي.

د صنعتکارانو په وینا چې دوی په مستقيم او غير مستقيم ډول میلیونونو کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي او په دې برخه کې یې د خپلو هڅو پر پراختیا ټینګار کړی دی. 

بلخوا د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال، ډاکتر محمد نعیم صنعتکاران د هېواد د اقتصاد يو مهم بنسټ بللی او د دوی هڅې او لاسته‌راوړنې یې ستایلې دي.  

په خبرپاڼه کې د ډاکتر نعیم له قوله ویل شوي چې اسلامي امارت د کورني صنعت ملاتړ ته ژمن دی او د بهرنیو چارو وزارت د صنعتکارانو ستونزو ته پر وخت د رسېدنې لپاره تل هڅې کړې دي. 

ډاکتر محمد نعیم د صنعتي خونو مسوولینو ته دا ډاډ هم ورکړی چې یاد وزارت به د نړیوال بازار د موندنې په برخه کې پرله‌پسې هڅې کوي.

اړوند خبرونه