ډېر لوستل شوي

ټرمپ له ايران سره روانې خبرې اترې ښې بللې

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ايران سره روانې خبرې اترې ښې او مثبتې بللې دي.

نوموړي په نيوجرسي کې خبريالانو ته ويلي: “موږ له ايران سره ډېرې ښې خبرې اترې لرو، موږ به وګورو چې څه پيښېږي؛ خو زما په اند ښايي موږ د ايران په اړه ښه خبرونه ولرو. “

بايد وويل شي، چې د امریکا او ایران ترمنځ‌ د ایران د اټومي پروګرام په اړه د خبرو پنځم پړاو د غبرګولې په درېيمه نېټه پای ته ورسېدې؛ خو د يو شمېر راپورونو له مخې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلاف ټکی،‌ د یورانیمو غني کول،‌ لا حل شوی نه دی.

اړوند خبرونه