د اسلامي امارت د کابينې ۲۱ مه غونډه تېره ورځ د رييسالوزراء ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ ترسره شوه.
ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې په دې غونډه کې د سړک غاړې پلورونکو د تنظیم طرحه تائيد او د څلوېښت سلنې فیس په تخفیف د مشرتابه له منظورۍ وروسته د تائيد وړ وګڼل شوه. دغه راز په دې غونډه کې د اقتصادي زونونو د ارزونې کمېټې راپور هم تائيد شوی او د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته دنده سپارل شوې، چې په دې تړاو خپلې چارې له اړوند ارګانونو سره په همغږۍ ترتيب او پرمخ يوسي.