ډېر لوستل شوي

د صنعتي افغانستان پر لور؛ ا.ا کورنیو تولیداتو او پانګونې ته لومړیتوب ورکړی

د وزيرانو شوراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د صنعت اوونۍ د څلورم ملي او نړيوال نندارتون په پرانيست‌غونډه کې ويلي، چې اسلامي امارت د هېواد د صنعتي کېدو لپاره مهم اهداف تعقيب کړي او بېلابېلو ولايتونو کې يې د صنعتي پارکونو جوړېدو ته لومړيتوب ورکړی دی.

د اميد راډيو خبريال د ښاغلي برادر په حواله ويلي، چې اسلامي امارت د وارداتو پر ځای د کورنيو توليداتو د ډېروالي په موخه هڅې کوي. د وزيرانو شورا اقتصادي مرستيال دغه راز د کورنيو توليداتو په کارولو ټينګار کړی او زياته کړې يې ده، چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره په افغانستان کې پانګونې ته ښه زمينه برابره شوې ده.

اړوند خبرونه