ډېر لوستل شوي

د غزني په «ناور» ولسوالۍ کې د برېښنا یو بند جوړېږي

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې د غزني په ناور ولسوالۍ کې د برېښنا بند د جوړولو لومړنۍ سروې بشپړه شوې ده. 

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په «ناور» کې د دغه بند اقتصادي، ټولنیزه او توپوګرافي سروې د غزني د اوبو او انرژۍ ریاست د مسوولینو لخوا شوې ده. 

د سرچینې په وینا چې دا جوړېدونکی بند به د شاوخوا یو میګاواټ برېښنا د تولید ظرفیت ولري او همداراز به د کرنیزو ځمکو د خړوبولو استفاده هم ترې وشي. 

د اوبو او انرژۍ وزارت دا نه دي ویلي چې د دغه برېښنا بند د جوړولو چارې به کله پیلېږي. 

له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې په یو شمېر ولایتونو کې د اوبو د لویو او کوچنیو بندونو د جوړولو او رغولو چارې پیل شوې چې د ځینو کارونه یې بشپړېدو ته نږدې شوې دي. 

د ویلو ده چې په هېواد کې دا بندونه د برېښنا تولید، سېلابي اوبو د کنترول او تر ځمکې لاندې اوبو د سطحې ټیټېدو د مخنیوي لپاره مهم بلل شوي دي.

اړوند خبرونه