د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له بندخونو د ۶۹ افغان بنديانو له راخوشې کېدو او هېواد ته له راستنېدو خبر ورکړی دی.
ياد وزارت د کندهار د سپينبولدک سرحدي امريت د معلوماتو له مخې ويلي، چې دغه کسان د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې نيول شوي او له يوې ورځې تر دوو ورځو پورې په بند خونو کې ساتل شوي وو، راخوشې شوي دي.
راخوشې شوي کسان د نومليکنې او بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي مېنو ته لېږدول شوي دي. د ويلو ده، چې د راونې مياشتې په لړ کې د پاکستان له بندخونو له پنځه سوه ډېر افغانان راخوشې شوي او خپل هېواد ته راستانه شوي دي.