ډېر لوستل شوي

لېورپول کې د فوټبال د بريا پر مهال د موټر بريد؛ لسګونه کسان ټپيان شوي

د انګلستان په لېورپول ښار کې د لېورپول فوټبال کلب د بريا د نمانځنې پر مهال يوه کس خپل موټر د خلکو په ګڼ‌ګوڼه ورخېژولی او د څلورو ماشومانو په ګډون يې لسګونه کسان ټپيان کړي دي.

د “سي اېن اېن” راپور له مخې، دا پېښه د دوشنبې په ماښام هغه مهال رامنځته شوې، چې زرګونه کسانو د لېورپول د فوټبال کلب د شلمې اتلولۍ د جشن لپاره د ښار په مرکزي سړکونو راټول شوي وو. پوليسو ويلي، يو ۵۳ کلن سپين‌پوستی بريتانوی کس، چې ګومان کېږي د پېښې موټرچلوونکی وي، نيول شوی او دا يې “يوازنۍ پېښه” بلل شوې.

اړوند خبرونه