ډېر لوستل شوي

میدان وردګ کې د راستنو شویو کډوالو لپاره یو ښارګوټی پرانیستل شو 

د اسلامي امارت مرستیال ویاند، ملا حمدالله فطرت په میدان وردګ ولایت کې پر ۱۳۲۰ جریبه ځمکه د کډوالو لپاره د یو ښارګوټي د پرانیستل‌کېدو خبر ورکړی.  

ملا حمدالله فطرت په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه ښارګوټی نن (سې‌‌شنبې د غبرګولي ۶مه) ماسپښین مهال د اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء د اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي لخوا پرانیستل شوی دی. 

د خبرپاڼې له مخې چې د راستنو شویو کډوالو لپاره د دغه ښارګوټي د پرانیستل‌‌کېدو په مراسمو کې د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست، مولوي حمدالله نعماني، د میدان وردګ والي، قاري بختيار معاذ او د بېلابېلو ولايتي ادارو مسوولینو ګډون کړی و. 

“دا ښارګوټی دوه جلا فازونه لري او په ۱۳۲۰ جریبه ځمکه د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري ماسټر پلان له مخې طراحي او ډيزاين شوی چې د شفافې پروسې له لارې به راستنو شویو مستحقو کډوالو ته ووېشل شي.”

د سرچینې په وینا چې په دغو مراسمو کې د ریاست‌ الوزراء اداري مرستیال ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت به د راستنو شویو کډوالو د ستونزو د حل او هغوی ته د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې هڅې کوي.

د ویلو ده چې تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د راستنو شویو افغان کډوالو لپاره ښارګوټي جوړ او ورسپارل شوي دي.

اړوند خبرونه