د پنجشیر د کانونو او پټرولیم ریاست وایي چې په ۳۹مه داوطلبۍ کې د یاد ولایت ۱۴۱۳ قیراطه زمرد پلورل شوي دي.
د دغه ولایت د کانونو او پټرولیم رییس، مولوي محمد قاسم امیري رسنیو ته ویلي چې دا زمرد د ۱۷۱ زره ۹۰ امریکايي ډالرو په ارزښت پلورل شوي، او په دې داوطلبۍ کې د بېلابېلو ولایتونو ۱۰۱ سوداګرو ګډون کړی و.
ښاغلي امیري همداراز ویلي چې په ۳۹ داوطلبۍ کې دومره اندازه پلورل شوي زمرد د پنجشیر ولایت د لومړۍ حصې ولسوالۍ له کانونو څخه استخراج شوي وو.
په پنجشیر کې د اسلامي امارت د چارواکو په وینا چې په یاد ولایت کې د زمردو د قانوني استخراج پرمهال زرګونه کسانو ته کاري زمینه هم برابره شوې ده.
د یادونې وړ ده چې په پنجشیر کې د زمردو ۱۷۲۱ کانونه ثبت دي، خو د ۱۴۰۲ کال راهیسې د یاد ولایت د پنځهنیم سوه کانونو د استخراج چارې پیل شوې دي.