د ایران د کورنیو چارو وزارت د کډوالو چارو رییس، نادریار احمدي وایي چې هېواد یې له دې وروسته غیرقانوني کډوال نهشي منلای.
د ایراني رسنیو په راپورونو کې د نادریار احمدي له قوله ویل شوي چې اوسمهال په افغانستان کې هېڅ ګواښ نهشته، ځکه په وینا یې چې ایران هم نور افغان کډوال نهشي منلی.
د ایران د کورنیو چارو وزارت د کډوالو چارو رییس دا هم ویلي چې پروسږ کال په ایران کې د افغان کډوالو شمېر ۲ میلیون ۱۰۰ زره کسانو ته رسېدلی و.
تر دې مخکې هم ګڼو ایراني چارواکو له دغه هېواده د غیرقانوني افغان کډوالو پر ایستلو ټینګار کړی و.
د ویلو ده چې پر ایران سربېره له پاکستان څخه هم د افغان کډوالو را ایستل زیات شوي او د تېرې اپریل میاشتې له پیله سلګونه زره افغانان خپل هېواد ته راستانه کړای شوي دي. بلخوا اسلامي امارت د راستنو شویو کډوالو لپاره د ښارګوټو جوړول پیل کړي او دوی ته یې د اسانتیاوو د رامنځتهکولو ډاډ ورکړی دی.