په روسيې کې د افغانستان سفارت سرپرست جمال ناصر غروال په مسکو کې د لوړ پوړو امنيتي چارواکو د ۱۳م امنيتي نړيوال فورم کې ګډون کړی دی.
د بهرنيو چارو وزارت د مطبوعاتو او عامه اړيکو رييس حافظ ضياء احمد تکل وايي، چې ښاغلي غروال په دغه فورم کې په افغانستان کې د وروستيو امنيتي پرمختګونو او لاسته راوړنو په تړاو او په سيمهييزه او نړيواله کچه د دې پرمختګونو د اغيزو په تړاو وينا کړې ده.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په دې فورم کې د نړۍ له سويل او ختيځ څخه له ۱۵۰ ډېرو هېوادونو، د خپلواک او ګډو ګټو غړو هېوادونو، د ډلهييز امنيت تړون سازمان، د يوريشيا اقتصادي ټولنې، د شانګهای همکارۍ سازمان او دغه راز له ۲۰ ډېرو نړيوالو سازمانونو چارواکو برخه اخيستې ده.

