د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په پکتیکا ولایت کې د ۴۴ نویو مخابراتي سایټونو د جوړولو خبر ورکړی.
د یاد وزارت ویاند، عنایت الله الکوزي په اېکس پاڼه لیکلي چې د پکتیکا ولایت لپاره یې د ۴۴ نویو مخابراتي سایټونو منظوري ورکړې چې په جوړېدو سره به یې د یاد ولایت اوسېدونکي له مخابراتي خدمتونو برخمن شي.
د سرچینې په وینا چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست، مولوي نجیبالله حیات حقاني د مخابراتي خدمتونو د ارزونې په موخه یاد ولایت ته د سفر پرمهال اړوندو مسوولینو او سیمهییزو اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی چې هڅې کوي د افغانستان ټولې برخې له مخابراتي خدمتونو برخمنې شي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند دا هم ویلي چې د دغو ۴۴ نویو مخابراتي انتنونو منظوري هغو سیمو ته ورکړل شوې چې لا هم له مخابراتي خدماتو بېبرخې دي.
د ویلو ده چې له دغو سایټونو سره به په پکتیکا ولایت کې د ټولو مخابراتي انتنونو شمېر ۷۳ ته رسېږي.