عامې روغتیا وزارت وایي چې په ترکیه کې د اسلامي امارت روغتیایي اتشې، فضل الله سیرت په انقره کې د لقمان حکیم پوهنتون او روغتون له مسوولانو او د «کرشهیر اخي اېوران» دولتي پوهنتون له رییس، مصطفی قاسم کاراهو جاګیل سره کتلي دي.
د روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې افغان زدهکړیالانو ته د طبي زدهکړو د زمینې پر برابرولو، ګډې همغږۍ او همکارۍ، په بېلابېلو طبي برخو کې د متخصصینو پر روزنې، ګډو علمي پروګرامونو، سیمینارونو خبرې شوې دي.
له ترکي چارواکو سره د فضل الله سیرت په کتنه کې همداراز افغان ناروغانو ته د روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کولو هم بحث شوی او د «کرشهیر اخي اېوران» دولتي پوهنتون رییس د افغانستان او ترکیې ترمنځ د علمي، انساني او روغتیايي همکاریو د لا پراختیا هرکلی کړی دی.
هغه همداراز له ښاغلي سیرت سره په کتنه کې د افغان زدهکړیالانو او ناروغانو د ملاتړ ژمنه کړې ده.