د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاالله عمري وایي، تر دې دمه افغانستان ته ډېر توکي له بهره واردېدل؛ خو له دې وروسته هڅې دا دي چې ټول اړین توکي د هېواد دننه تولید شي.
ښاغلي عمري په صنعتي پارکونو کې صنعتکارانو ته د ځمکې د ملکیت سند د وېش لړۍ په ناسته کې تمه ښودلې، چې افغانستان پر يو صادراتي هېواد بدل شي.
په ورته مهال، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي صنعتکارانو ته د ځمکو د وېش په برخه کې د روڼتيا ډاډ ورکړی او له صنعتکارانو يې غوښتي، چې بايد خام توکي په کور دننه توليد او دغه راز بېلابېل تولید شوي توکي بهر ته صادر شي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت هڅې روانې کړې چې د صنعت او تولید لپاره زمینې لا اسانه او قانوني کړي، څو خصوصي سکتور ته وده ورکړل شي.