د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وایي چې په ټول هېواد کې يتيمانو، معلولينو او کونډو ته د روان ١٤٠٤ مالي کال د لومړۍ ربعې د نغدي مساعدتونو د وېش لړۍ پیل شوې ده.
د دغه وزارت ویاند، مفتي فیصل خاموش امید راډیو ته ویلي چې اوسمهال په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د کونډو، یتیمانو او معلولینو کورنیو ته د حمل، ثور او جوزا میاشتو میاشتینی مساعدت اجرا شوی دی.
د هغه په وینا چې په ځینو نورو ولایتونو کې دا لړۍ د اجراکېدو په حال کې ده، او په راتلونکو څو ورځو کې به دا پروسه د ټول هېواد په کچه عملي شي.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویاند همداراز ویلي چې دا میاشتینۍ پیسې به د بانکي سیستم له لارې په شفاف ډول د کونډو، یتیمانو او معلولینو کورنیو ته سپارل کېږي.
مفتي فیصل خاموش دا هم ویلي چې هڅه کېږي ډېرې کورنۍ تر راتلونکي اختر مخکې دا نغدي پیسې ترلاسه کړای شي.