د امريکا بهرنيو چارو وزارت په ټوله نړۍ کې خپلو سفارتونو او کونسلګريو ته بيړنۍ لارښوونه کړې، چې په لنډمهاله توګه يې د دغه هېواد پوهنتونونو ته د ورتلوونکو نويو زدهکړيالانو د ويزو ورکړې بهير ځنډولی دی.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور له مخې، د امريکا بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو تېره ورځ يو ډيپلوماټيک سند لاسليک کړی، چې د بلې خبرتيا تر خپرېدو پورې يې د زدهکړيالانو د ويزو ورکړې بهير ځنډولی دی.
دغه ګام په داسې حال کې کېږي، چې له دې وړاندې د ټرمپ ادارې د لسګونو محصليونو ویزې هم لغوه کړې وې.