ډېر لوستل شوي

ټرمپ: د تعرفې ګواښ اروپايي ټولنه چټکو خبرو ته چمتو کړه

د امریکا متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د اروپايي وارداتو پر وړاندې د تعرفې د لوړېدو له ګواښ وروسته اروپايي ټولنه چمتو شوې، چې له واشنګټن سره د سوداګرۍ په اړه چټکې خبرې پیل کړي.

ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه “ټروت سوشیال” کې لیکلي: “همدا اوس راته خبر راکړل شو چې اروپايي ټولنې اړيکه نیولې، تر څو ژر تر ژره د لیدنو لپاره نېټې وټاکو. دا یوه مثبته پېښه ده، او هیله لرم چې دوی به بالاخره، لکه د چین په څېر، د امریکا پر وړاندې د سوداګرۍ دروازې پرانیزي.”

نوموړي زياته کړې، چې د اروپايي ټولنې مشران له امریکا سره د سوداګرۍ خبرې ډېرې ورو پر مخ وړي؛ خو د ۵۰ سلنه تعرفې ګواښ هغوی اړ کړل چې غبرګون وښيي.

ولسمشر ټرمپ وړاندې خبرداری ورکړی و، چې د جون له لومړۍ نېټې به د اروپايي ټولنې پر وارداتو ۵۰ سلنه تعرفه لوړه کړي؛ خو وروسته یې دا نېټه د جولای تر نهمې وغځوله.

بايد وويل شي، چې د ټرمپ تازه څرګندونو ته د اروپايي ټولنې د کمېسیون چارواکو تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

اړوند خبرونه