د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف او د دې هېواد د پوځ مشر عاصم منير اذربايجان ته د “مننې” سفر په ترڅ کې د ياد هېواد له ولسمشر الهام علياف سره ليدلي او د دوه اړخيزو همکاريو پر پراختيايي خبرې کړې دي.
راډيو پاکستان راپور ورکړی، چې په دې ناسته کې دواړو لوريو په بېلابېلو مهمو برخو کې د پانګونې او دوه اړخيزو هوکړو له لارې د ستراتيژيکو اړيکو د پياوړتيا ژمنه کړې ده.
د راپور له مخې، په دې ناسته کې سياسي، اقتصادي، دفاعي او فرهنګي همکاريو ته ځانګړې پاملرنه شوې او دواړو لوريو تمه ښودلې چې اړيکې به لا پسې پراخې شي. بايد وويل شي، چې پاکستان او اذربایجان اوږدمهاله خو تر ډېره غیر فعاله اړیکې لرلې، چې وروستیو کلونو کې د متقابلو لیدنو او ګډو پروژو له لارې د پیاوړتیا لورې ته روانې شوې دي.