ډېر لوستل شوي

په یو شمېر ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو د پېښېدو اټکل شوی

د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا په ۱۴ ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو د پېښېدو اټکل کړی دی.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې سبا (چهارشنبې، د غبرګولي ۶مه) په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا پنجشیر، پروان، بغلان، بامیان او میدان وردګ ولایتونو کې د ورښت اټکل شته.

هواپېژندنې ادارې په بېلابېلو سیمو کې د ورښت کچه له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل کړې ده.

په خبرپاڼه کې همداراز د سالنګونو په ګډون په سویلي، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د لنډمهاله چټکو بادونو او دوړو د پېښېدو خبرداری هم ورکړی چې سرعت یې په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۸۵ کیلو مترو پورې اټکل شوی دی.

د ویلو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې ورښت او سېلابونو د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکو ته پر مرګ‌ژوبلې سربېره درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.

اړوند خبرونه