ډېر لوستل شوي

کندهار او پروان کې د ۱۴٫۲ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو شبکې جوړېږي

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي چې په کندهار او پروان ولایتونو کې د ۱۴ میلیون ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت ۴۲۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرېږي. 

یاد وزارت نن (چهارشنبې، غبرګولي ۷مه) امید راډیو ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې د څښاک پاکو اوبو دا شبکې د پروان ولایت په «شیخ علي» ولسوالۍ او د کندهار په «سپین‌بولدک» ولسوالیو کې جوړېږي. 

د خبرپاڼې له مخې چې په پروان کې د ۷ میلیون ۴۰۰ زره او په کندهار کې د ۶ میلیون او ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو شبکې فعالېږي. 

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت همداراز ویلي چې د دغو پروژو په جوړېدو سره به په پروان کې ۳۰۴ او په کندهار کې ۱۱۱ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي. 

په خبرپاڼه کې د دغو پروژو د مالي ملاتړ په تړاو څه نه دي ویل شوي. 

د ویلو ده چې څو ورځې مخکې هم په پروان کې د ورته شبکو په جوړېدو سره ۱۵۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې وې.

اړوند خبرونه