ډېر لوستل شوي

اشغال ته پراختیا؛ صهيونيستي رژيم د لوېديځې غاړې د ۲۲ نويو ښارګوټو د جوړېدو منظوري ورکړه

د اسراييلو صهيونيست رژيم د دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د دې هېواد کابينې د اشغال شوې لوېديځ غاړې په سيمه کې د ۲۲ نورو ښارګوټو د جوړولو منظوري ورکړې ده.

د راپورونو له مخې، د ياد رژيم دفاع وزير اسراييل کاتس دغه اقدام د لوېديځې غاړې پر سيمه د اسراييلو ولکې لا پياوړتيا بللې او زياته کړې يې ده، چې دا به د دوی په خاوره تاريخي حق ثابت کړي. دا په داسې حال کې ده، چې د نړيوالې ټولنې ډېری هېوادونه د صهيونېست رژيم د ښارګوټو جوړول غيرقانوني بولي او باور لري، چې دا کار د دې رژيم او فلسطين ترمنځ د اوږدې لانجې د حل پر وړاندې جدي خنډ جوړوي.

اړوند خبرونه