ډېر لوستل شوي

ایلان ماسک د ټرمپ له ادارې ووت

د امریکا د ټکنالوژۍ میلیاردر او د‌ ایکس او ټسلا مشر ایلان ماسک د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې سره د خپلې رسمي دندې له پای ته رسېدو خبر ورکړی دی.

نوموړي بیګاه ماښام په خپله اېکس پاڼه ليکلي: “لکه څنګه چې زما ټاکل شوی وخت د ځانګړي دولتي کارکوونکي په توګه پای ته رسېږي، غواړم له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه مننه وکړم چې ما ته یې د حکومت په چوکاټ کې د بې‌ځایه لګښتونو د مخنيوي په برخه کې فرصت راکړ.” ماسک د څو میاشتو لپاره د فدرالي حکومت د لګښتونو د کمولو یوې ځانګړې پروژې مشري کوله.

اړوند خبرونه