د ننګرهار ځايي مسوولینو د یاد ولایت په مرکز، جلالاباد ښار کې د ۳ میلیارد افغانیو په لګښت د نوي حلقوي سړک د جوړولو خبر ورکړی.
د جلالاباد ښاروال، قاري بسم الله بلال ویلي چې د دغه سړک د لومړي فاز چارې نن عملي پیل شوې چې د سړک هوارول او له یاد مسیر څخه د کورونو او سوداګریزو ځایونو لرې کول پکې شامل دي.
د جلالاباد ښاروال همداراز ویلي چې دغه سړک په دریو فازونو او څو پړاوونو کې جوړېږي چې لومړی فاز به یې د ۸٫۳ کیلو متره په اوږدوالي له «سرخاب پل» څخه تر «بهسودو» پورې وي.
د مسوولینو په وینا چې یاد سړک به ښي او چپ لور ته څلور – څلور ترافيکي لينونه، دوه لوی پلونه او ويالې هم ولري او چارې به یې په اتو میاشتو کې بشپړې شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې د دغه جوړېدونکي ۲۱ کيلومټره حلقوي سړک د مسیر له معلومولو وروسته به د ښاروالي له داخلي عوايدو او د نورو اداراتو په همکارۍ د یاد سړک د قیر او اساسي جوړېدو چارې هم بشپړې شي.