د امريکا غږ نړيوالې رسنۍ ټول پاتې کارکوونکي به په دې اوونۍ کې له خپلو دندو ګوښه شي.
پوليټيکو ورځپاڼې د دې رسنۍ د څلورو کارکوونکو په حواله راپور ورکړی، چې د امريکا غږ د بشري سرچينو څانګې خپلو کارکوونکو ته ويلي، چې په دې اوونۍ کې د ګوښهکېدو برېښناليکونه ترلاسه کړي. دا په داسې مهال ده، چې د روانې مياشتې په پيل کې د ټرمپ ادارې له لوري د يادې رسنۍ شاوخوا ۶۰۰ قراردادي کارکوونکي له دندو ګوښه شوي وو.