د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، هغه ایراني روحاني غلام رضا قاسمیان چې څو ورځې وړاندې د مکې او مدینې د وضعیت په اړه د خپلو څرګندونو له امله نیول شوی و، نن پنجشنبه سهار آزاد او بېرته ایران ته لېږل شوی دی.
د ايسنا راپور له مخې، قاسمیان د سعودي پولیسو له لوري د تېرې دوشنبې په ورځ وروسته له هغه نيول شوی و، چې یوه ويډېو یې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوه.
د مدینې پولیسو ویلي، چې دا قضیه پرته له دې چې محکمې ته واستول شي، د دواړو هېوادونو د دوستانه اړیکو له مخې حل او نوموړی بېرته خپل هېواد ته ولېږل شو.