په غزني ولایت کې د لوړو زدهکړو د کانکور ازموينې لړۍ نن پنجشنبه رسماً پیل شوه، چې پکې شاوخوا ۲۹۲۶ زدهکوونکو ګډون کړی دی.
د ياد ولايت رسنيو دفتر وايي، دا لړۍ به تر سبا جمعې ورځې دوام وکړي او اټکل کېږي، چې د ازموينې ورکوونکو شمېر به له دې هم لوړ شي.
د کانکور د ازموینو د پرانیستې په غونډه کې د آزموينې ملي ادارې استازو، د بېلابېلو پوهنتونونو استادانو، د غزني پوهنتون رهبرۍ، د کانکور کمېټې غړو، د غزني مرستیال والي حافظ عبدالرشید عمري، او د دې ولایت د دفتر رييس استاد حقمل ګډون درلود.
مسوولینو ټينګار کړی، چې ازموینه د شفافیت اصل ته په پوره درناوي ترسره کېږي، ټول اړوند اصول مراعت شوي او د هر ډول سرغړونې پر وړاندې به قانوني او اصولي چلند کېږي او دغه راز استادان پر ازموينو جدي څارنه کوي. همداراز، د ازموینو د خونديتوب په موخه د امنيتي ځواکونو له لوري لازم تدابير نیول شوي او د ټولو چارو د منظمې پرمخبيولو ډاډ ورکړل شوی دی.