د اسلامي امارت د رییسالوزرا اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي هلمند ته سفر کړی او د یاد ولایت په «واشېر» ولسوالۍ کې یې د راستنېدونکو لپاره ښارګوټی پرانیستی دی.
د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغه ښارګوټي کې ټولې لومړنۍ اسانتیاوې په پام کې نیول شوې او مستحقو راستنېدونکو ته به ووېشل شي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه ښارګوټی به د واشیر ولسوالۍ د شوراب سیمې په شاوخوا دښتو کې په ۱۰ زره جریبه ځمکه کې جوړ شي چې لومړی به په ۵ زره جریبه ځمکه کې درې جامع جوماتونه، ۱۸ کوچني جوماتونه، ۵ روغتونونه، مارکیټونه او نورې ودانۍ جوړې شي.
د ویلو ده چې له پاکستانه د افغان کډوالو له را ایستلو سره سم په یو شمېر ولایتونو کې د راستنېدونکو لپاره د ښارګوټو پرانیستل او د جوړولو چارې یې پیل شوې دي.