ډېر لوستل شوي

پاکستان کې د بس چپه‌کېدو له امله څلور کسان مړه شول

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د پنجاب صادق‌اباد سیمې څخه کوېټې ته په لاره د مسافروړونکي بس موټر د چپه‌کېدو له امله څلور کسان مړه او ۲۸ نور ټپیان شوي دي. 

د راپورونو له مخې چې په دې پېښه کې دوو ماشومانو هم ژوند بایللی او د یو شمېر ټپیانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی. 

د پاکستاني رسنیو په راپورونو کې د دې پېښې لامل د چلوونکي بې‌احتیاطي ښودل شوې او ویل شوي چې په ټپیانو کې ډېر شمېر ښځې شاملې دي. 

تر دې مخکې هم په پاکستان کې د بس‌ موټرو د چپه‌کېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسانو ژوند بایللی دی.  د ویلو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې د پاکستان ترڅنګ په افغانستان کې هم ترافیکي پېښې په کمسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو‌ بې‌احتیاطي، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي.

اړوند خبرونه