کشمير کې د پاکستاني پوليسو او وسلهوالو ترمنځ نښته شوې، چې په پايله کې يې د دواړو لوريو شپږ تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.
ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، ياده نښته د کشمير راولاکوټ ښار په حسين کوټ سيمه کې هغه مهال رامنځته شوې، چې پوليسو د وسلهوالو پر وړاندې عمليات پيل کړل.
ويلکېږي، چې دې پېښې د يوه ملکي وګړي ژوند هم اخيستی دی.
دغه نښته داسې مهال کېږي، چې د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر په تړاو سخت کړکېچ رامنځته شوی و، چې ان پر یو بل یې هوایي بریدونه هم وکړل.