د پنجشېر ولایت مقام وایي، ټاکل شوې چې یو روسي سوداګر د یاد ولایت د زمردو پر شپږو کانونو پانګونه وکړي.
د دغه ولایت د والي ویاند، سیفالدین لټون رسنیو ته ويلي چې د «الیګ» په نوم د قېمتي ډبرو سوداګر او پانګوال د دغه ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د زمردو پر شپږو کانونو د پانګونې طرحه وړاندې کړې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې چې دا طرحه د پنجشېر له والي الحاج حافظ محمداغا حکیم سره په کتنه کې وړاندې شوې او د پنجشېر ولایت د مقام له لوري تایید شوې ده.
د پنجشېر د ولایت مقام په خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاد روسي سوداګر له هر ډول مشروع او قانوني پانګونې څخه د ملاتړ او د زمینې برابرولو لپاره د هراړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د یادونې ده چې د پنجشېر له والي سره په دې کتنه کې یاد روسي پانګوال او سوداګر په پنجشېر کې د شته امنیت په اړه رضایت ښودلی او دې برخې ته یې د نورو روسي پانګوالو د هڅولو ژمنه هم کړې ده.