ډېر لوستل شوي

له بې‌وسې غزې سره د ا.ا خواخوږي او ملاتړ؛ د فلسطین نسل‌وژنه دې ودرول شي

ریاست‌الوزراء د غزې په مظلومې سیمې د اسراييلي اشغالګرو وحشیانه بریدونه او روانه نسل‌وژنه په کلکو ټکو غندلې ده.

د اسلامي امارت مرستيال وياند ملا حمدالله فطرت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د فلسطین وضعیت د ټولو انساني اصولو خلاف د بدترېدو په حال کې دی، د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه زره عام وګړي شهیدان شوي، د بشري مرستو لارې بندې شوې، او د زخمیانو لېږد ته هم اجازه نه ورکول کېږي.

رييس الوزراء ملا محمد حسن اخوند پر نړیوالو هېوادونو، بشري سازمانونو او ټولو ذي‌دخله اړخونو غږ کړی، چې ژر تر ژره دې د دغه ستر بشري ناورین د پای ته رسېدو لپاره عملي اقدامات وکړي.

په افغانستان کې یې له خلکو غوښتنه کړې، چې د جمعې تر لمانځه وروسته دې په جوماتونو کې د غزې د مسلمانانو د بریا لپاره ختمونه، دعاګانې او د خواخوږۍ غونډې ترسره کړي. په خبرپاڼه کې دغه راز دعاء شوې، چې الله تعالی دې د فلسطین مظلوم ملت ته نصرت او فتح ورکړي، او اشغالګر دې ذلیل او هلاک کړي.

اړوند خبرونه