د فلسطین قدس خبري شبکې راپور ورکړی چې پر غزې د اسراییلو صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیله تر اوسه شاوخوا ۶۳ زره فلسطینیان شهیدان او ۱۲۳ زره ۳۰۸ نور ټپیان شوي دي.
د فلسطین دې خبرې شبکې د تېرو ۶۰۰ ورځو جګړې له امله فلسطینیانو ته د اوښتې مرګژوبلې ارقام رسنیز کړي او راپور یې ورکړی چې په شهیدانو کې ۱۸ زره ماشومان هم شامل دي.
د راپور له مخې چې له تېرو ۶۰۰ ورځو راپدېخوا ۱۸ زره ماشومان، ۱۲ زره ۴۰۰ ښځې، ۷ زره ۹۵۰ میندې، ۱۱۵ مدني فعالان، ۱۵۸۰ روغتیايي کارکوونکي، ۱۳ زره زدهکوونکي، ۸۰۰ ښوونکي او ۱۵۰ څېړونکي شامل دي.
په راپور کې ویل شوي چې په دې موده کې د اسراییل د بریدونو له امله ۲۲۰ خبریالانو هم ژوند بایللی او پر دې سربېره ۴ زره ۷۰۰ کسان معلول، ۹ زره لادرکه او ۶ زره ۶۶۳ نور بندیان شوي دي.
د قدس خبري شبکې په راپور کې ویل شوي چې له تېرو ۶۰۰ ورځو راهیسې د صهیونیستي رژریم د بریدونو له امله ۲ زره ۵۰۰ کورنۍ په بشپړ ډول میراتې شوې، ۴۲ زره یتیمان، د خوارځواکۍ له امله ۳۰۰ ماشومان مړه او ۱۴ زره ۷۰۰ ښځې کونډې شوې دي.
په راپور کې د غزې نړېدلو برخو ته هم اشاره شوې او ویل شوي چې د اسراییلي یرغل په دې موده کې ۲۱۰ زره ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړې شوې او د ۱۱۰ ودانیو پر دې نړېدلو سربېره ۲۸۰ زره کورنۍ بېسرپناه شوې دي.
فلسطیني رسنیو د مرګژوبلې ارقام داسې مهال رسنیز کړي چې نن د افغانستان د پلازمېنې کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې د ځپلشوې غزې په ملاتړ ولسي لاریونونه روان دي.
بلخوا له تېرو څو ورځو راهیسې د فرانسې په ګډون ځینو اروپايي هېوادونو هم پر اسراییلو غږ کړی چې پر غزې خپل بریدونه پایته ورسوي.