ډېر لوستل شوي

بي‌اېل‌اې: د سوراب ولسوالۍ کنټرول مو له پاکستاني ځواکونو ونیو

د بلوچستان بيلتون پالو (بي‌اېل‌اې) ادعا کړې، چې په بلوچستان کې يې له پاکستاني ځواکونو د سوراب ولسوالۍ نيولې ده.

بي‌اېل‌اې په يوې خبرپانه کې ويلي، چې د يادې ولسوالۍ د سقوط په پار يې درې ساعته پرلپسې جګړه کړې، چې د ولسوالۍ، پوليسو او د دولتي بانک په ګډون د ټولو ادارو ولکه يې په خپل کنټرول کې اخيستې ده.

د دغو بريدونو پرمهال له پاکستاني پوليسو او چارواکو د وسلو په ګډون د يو شمېر وسايطو تر څنګ نور تجهيزات هم نيول شوي دي.

د ويلو ده، چې په پاکستان کې زیاتیدونکې نا امنۍ د اسلام اباد اندېښنې ډېرې کړې او په کنټرول کې يې هم پوځي ځواکونه پاتې راغلي دي.

اړوند خبرونه