ډېر لوستل شوي

دوو میاشتو کې نږدې ۵۷۵ زره کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې ۵۷۴ زره او ۹۱۲ کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشلې دي.

د يادې ادارې وياند محمد حليم رافع وايي، چې له دې شمېر ۲۰ زره او ۱۱۵ کسانو ته د پېژندپاڼو تر وېش وروسته نور اړوند خدمتونه هم وړاندې شوي دي.

د معلوماتو له مخې، د دې پېژندپاڼو تر تولو لوړ شمېر په کابل، هرات، بلخ، کندهار او هلمند ولايتونو کې دي. د احصايې او معلوماتو ملي اداره زياتوي، چې اوس‌مهال په ټول هېواد کې ۷۵ د تذکرو وېش څانګې، یو ګرځنده ټیم او په متحده عربي اماراتو کې هم یو “آسان خدمت” مرکز فعال دی.

اړوند خبرونه