د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د افغانستان سولهپالو بشري مؤسسې سره د ۸۵۷ زره او ۱۵۵ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ یو هوکړهلیک لاسليک کړ.
ياد وزارت وايي، چې د دې هوکړهلیک له مخې به ياده مرسته د کابل، کاپيسا، لوګر، پکتيا، باميان، ننګرهار او لغمان ولايتونو کې د بېځايه شويو او کوربه اړمنو کورنيو ته ځانګړې شي. ويلکېږي، چې د دې پروژې له پلي کېدو سره به ۵ زره او ۱۴۸ کورنۍ د روزنيزو پروګرامونو، د کاري وسایلو وېش او د “کار په بدل کې له نغدي پيسو” څخه برخمنې شي.