ډېر لوستل شوي

ملا عبدالغني برادر: پر وارداتي برېښنا تکيه اوږدمهاله حل نه دی

د وزيرانو شوراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وايي، افغانستان له کلونو راپدې خوا پر وارداتي برېښنا تکیه لري، چې نه‌یوازې بیه يې لوړه ده، بلکې په اوږدمهال کې یوه ډاډمنه او ګټوره حل‌لاره نه ګڼل کېږي.

نوموړي دغه څرګندونې نن په هرات ولایت کې د بادي برېښنا د سترې پروژې د پرانیستغونډې پر مهال کړي دي. ښاغلي برادر تر دې وړاندې د کورني تولیدي د پروژو پر پلي‌کېدو ټينګار کړی او دا ډول پروژې يې د هېواد اقتصادي خپلواکي په برخه کې مهمې بللې دي.

اړوند خبرونه