اندونیزیا کې د کان نړېدو له امله د مړو شمېر ۱۰ ته لوړ شو
د اندونیزیا په «جاوای» ولایت کې د ډبرو د یو کان نړېدو په پېښه کې ۱۰ کسان مړه او تر اوسه ۱۲ کسان له خاورو را ایستل شوي دي.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، دا کان وړمه ورځ (جمعه، د جوزا ۹مه) د جاوای ولایت په «چیربون» ولسوالۍ کې نړېدلی، او پر مرګژوبلې سربېره یو شمېر کسان تر خاورو لاندې شوي هم دي.
بلخوا د اندونیزیا د بحران مدیریت ملي ادارې (BNPB) ویلي چې تر خاورې لاندې کسانو د ژغورلو لپاره له ماشینونو استفاده کېږي او له پرون (شنبې) راهیسې یې ۱۲ ټپیان ژغورلي دي.
په راپورونو کې د دې پېښې له امله د مرګژوبلې د زیاتېدو اټکل شوی، او اندونیزیايي چارواکو د «نورې کاننړېدنې» له امله د ژغورنې عملیاتو پر ځنډ اندېښنه ښودلې ده.
د اندونیزیا د بحران مدیریت ملي ادارې (BNPB) همداراز ویلي چې لا هم تر خاورو لاندې کسانو د شمېر په اړه کره معلومات نهشي خپرولی.
د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د غیرمعیاري کانکیندنې له امله سلګونه کسانو ژوند بایللی دی.