ټولګټو وزارت وایي چې د روان کال په تېره «غويي» میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۳۲ زره ۸۳۷ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د حیرتان بندر له لارې (۲۴۷۰۴۲) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۳۲۱۱۷) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۲۳۱۶۸) ټنه او د خواف-هرات له لارې (۳۰۵۰۹) ټنه نفتي، غیرنفتي او نور مواد وارد او صادر شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، او په ثور میاشت کې ۱۶ زره ۷۷۲ ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه، معدني ډبرې، کچالو، وريجې او د انارو جوس دي. ټولګټو وزارت مسوولینو همداراز د لا زیاتو انتقالاتو لپاره د مناسبو شرایطو برابرولو او سوداگرو ته د اسانتیاوو پر چمتو کولو ټینګار کړی او په وینا یې چې د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه به د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد چټک شي.