د امریکا له لوري د اوربند طرحې له چمتو کولو وروسته، حماس جهادي غورځنګ په غزه کې د جګړې دایمي پایته رسول او د ټولو صهیونیستي عسکرو پر وتلو ټینګار کړی دی.
د رویټرز په راپور کې د حماس له قوله ویل شوي چې یاد غورځنګ د بندیانو تبادلې ته لېواله دی، خو دایمي اوربند او له غزې د ټولو اسراییلي عسکرو وتل باید په پام کې ونیول شي.
بلخوا د منځني ختیځ لپاره د ډانلډ ټرمپ استازي د اوربند لپاره په دې چمتو شوې طرحه کې د بدلونونو غوښتنه رد کړې ده.
څو ورځې مخکې د امریکا لخوا د صهیونیست اسراییل او حماس غورځنګ ترمنځ د اوربند لپاره طرحه وړاندې شوه چې پکې ۶۰ ورځنی اوربند، د څه باندې ۱۲ فلسطینيانو په بدل کې د ۲۸ اسراییلي بندیانو تبادله او غزې ته د بشري مرستو لېږد شامل دي. د یادونې وړ ده چې حماس جهادي غورځنګ تر دې مخکې هم له غزې څخه د ټولو صهیونیستي عسکرو پر وتلو ټینګار کړی و او همدا یې د تلپاتې اوربند د ټینګښت لپاره مهم بللي وو.