د خوست ولایت مقام وایي چې په غلام خان بندر کې یو ځل بیا ۳۶ ټنه بېکیفیته کچالو بېرته پاکستان ته ورګرځول شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست اړوند نباتي قرنطين کارکوونکو له پاکستان څخه افغانستان ته د ۳۶ ټنه بېکیفیته او زړو کچالو د واردېدو مخه نیولې ده.
د خوست ولایت مقام په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې ياد کچالو له چيک او تشخيص وروسته بېرته پاکستان ته ور وګرځول شول.
د یادونې وړ ده چې دوې ورځې وړاندې هم د ياد رياست د نباتي قرنطین ټیمونو له لوري له پاکستان څخه د ١٠٨ ټنه خوسا او بېکیفیته کچالو د واردېدو مخه نیول شوې او بېرته پاکستان ته ورګرځول شوي وو. تر دې مخکې هم له پاکستان څخه افغانستان ته د لسګونه مټریک ټنه خوسا او «مرضوهلو» کچالو د واردېدو مخه نیول شوې او بېرته یاد هېواد ته ورګرځول شوي دي.