د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي چې د یاد وزارت سرپرست، الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني لوګر ته د خپل سفر پرمهال په یاد ولایت کې د ۳۳ مخابراتي انتنونو نصبول منظور کړي دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې لوګر کې د دغو ۳۳ مخابراتي انتنونو نصبول د یاد ولایت د ځايي چارواکو او خلکو په غوښتنه منظور شوي دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په خبرپاڼه کې د ښاغلي حقاني له خولې لیکل شوي چې په هېواد کې د مخابراتي خدمتونو د معیاري کولو او په عادلانه توګه ټول هېواد ته د رسولو په موخه، ۵۵۰ مخابراتي سایټونه د «ټيډياېف» له بودیجې منظور شوي دي.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې تر دې مخکې د ټيډياېف د لسمې پروژې پر بنسټ لوګر ولایت ته ۹ انتنونه هم منظور شوي وو.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې په راتلونکي کې به ۴۸ مخابراتي سایټونه فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او له دې سره به محرومې سیمې تر مخابراتي پوښښ لاندې راشي.