ډېر لوستل شوي

نورستان کې د نږدې ۴۳ میلیون افغانیو په ارزښت ګرانبیه ډبرې پلورل شَوې

د نورستان ولایت مقام وایي چې د یاد ولایت په «دواب» ولسوالۍ کې د یوې بولۍ له لارې د نږدې ۴۳ میلیون افغانیو په لګښت ګرانبیه ډبرې پلورل شوې دي. 

د خبرپاڼې له مخې چې د «کونزایټ او بیروج» ګرانبیه ډبرو بولۍ د یاد ولایت د کانونو رياست، په مشرۍ له اړوند ادارو څخه په تشکیل شوې کمېټه کې شوې ده. 

د نورستان ولایت مقام په خبرپاڼه کې دا بولۍ شفافه بلل شوې او ویل شوي چې د ۴۲ میلیون ۸۱۴ زره ۵۰۰ افغانیو په لګښت ګرانبیه قېمتي ډبرې ګټونکي لوري ته سپارل شوي، او پیسې د دولت خزانې ته سپارل شوې دي.

 د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم د یاد ولایت په دواب ولسوالۍ کې د ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت ګرانبیه ډبرې پلورل شوې وې.

اړوند خبرونه