د کاپيسا د اوبو او انرژي ریاست وایي چې د یاد ولایت له «تګاب» ولسوالۍ څخه تر «باغدرې برېښنا بند» پورې د اته کیلو متره سړک د جوړولو چارې به ژر بشپړې شي.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې د یاد سړک چارې دوې اوونۍ مخکې پیل شوې او تر دې دمه ۴۰ سلنه بشپړې شوې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې دا اته کیلو متره سړک د «باغدرې برېښنا بند» ته د سروې تجهیزاتو د لېږد او نورو اسانتیاوو په موخه جوړېږي او په وینا یې چې کارونه یې د کاپیسا د اوبو او انرژي ریاست د مسوولینو لخوا څارل کېږي. د یادونې وړ ده چې دا مهال په ځینو نورو ولایتونو کې هم پر دا ډول سړکونو سربېره د لویو او فرعي لارو جوړول، بیارغونه او د دویم لین سړکونو د جوړولو چارې روانې دي چې د ځینو کارونه یې بشپړېدو ته نږدې شوي دي.