د کندهار اطلاعاتو او کلتور ریاست د یاد ولایت په «تختهپل» ولسوالۍ کې د اوبو ذخیروي بند د جوړېدو خبر ورکړی.
د سرچینې په وینا چې پر دغه ۱۶٫۵ متره لوړ او ۲۴۵ متره اوږد بند ۳۶ میلیون افغانۍ مصرف شوی او چارې یې په لسو میاشتو کې بشپړې شوې دي.
د کندهار اطلاعاتو او کلتور ریاست همداراز ویلي چې د «تختهپل» ولسوالۍ په «بیانزو» سیمه کې یاد بند ۲٫۵ میلیون مکعب اوبه ذخیره کولای شي.
بلخوا د دې سیمې خلک د دغه بند جوړېدو ته خوښ دي او د ورته نورو بندونو د جوړولو غوښتنه کوي.
په هېواد کې د اوبو ذخیروي بندونه د سېلابي اوبو د کنترول او تر ځمکې لاندې اوبو د سطحې لوړېدو لپاره مهم بلل کېږي. د یادونې وړ ده چې له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو لسګونه کوچني او لوی بندونه جوړ او ځینې بیارغول شوي دي.