ډېر لوستل شوي

د تاجکستان د اوبو او انرژۍ وزارت: د کاسا – ۱۰۰۰ چارې د راتلونکي کال تر پایه بشپړېږي

د تاجکستان د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې د پاکستان او تاجکستان ترمنځ د کاسا – ۱۰۰۰ پروژې چارې به د راتلونکي ۲۰۲۶ کال تر ډسمبر میاشتې پورې بشپړې شي. 

د تاجکستان د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال، جمشېد شویم‌زاده ویلي، چې د کاسا – ۱۰۰۰ پروژه به د ۲۰۲۶کال تر ډسمبر میاشتې بشپړه او له هغه وروسته به پاکستان ته د ۱۰۰۰میګاواټه برېښنا لېږد پیل شي. 

د هغه په وینا چې د ۲۰۲۶ کال تر پایه به یې د چارو له بشپړېدو وروسته یاده پروژه ‎په رسمي توګه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شي.

په افغانستان کې د دې پروژې له لارې ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا له قزغیزستان او تاجکستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدول کېږي او زر مېګاواټه برېښنا به یې د افغانستان له لارې پاکستان ته ټرانزيټ شي.

څه موده مخکې هم ویل شوي وو چې د کاسا زر پروژې د پلي کولو چارې په تاجکستان او قرغیزستان کې بشپړې شوې او ټاکل شوې وه چې د دې پروژې کارونه به په افغانستان او پاکستان تر ۲۰۲۷ پورې بشپړ شي.

اړوند خبرونه