په هند کې د سختو ورښتونو، سېلابونو او ځمکې ښویېدنې له امله د مړو شويو کسانو شمېر ۳۰ ته رسېدلی دی.
د هندي رسنۍ ټایمز اف انډیا د راپور له مخې، دغه پېښې د دې هېواد په شمال ختیځو سیمو کې رامنځته شوې دي.
د چارواکو په وينا، د ژغورنې ډلې هڅه کوي چې د بندو شویو لارو خلاصون، د اوبو ایستلو او د اغېزمنو شویو خلکو لېږد ته لومړیتوب ورکړي.
که څه هم په هند کې موسمي ورښتونه د کرنې او اوبو د زېرمه کولو لپاره مهم بلل کېږي، خو کله ناکله له ځان سره درانه انساني او مالي زیانونه هم راوړي.