ډېر لوستل شوي

پکتیکا کې ۱۵ ښوونځیو ته نوې جوړې‌شوې ودانۍ ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې

د پکتیکا پوهنې ریاست وایي چې د یاد ولایت په مرکز، ښرنه او ‎ ۱۴ولسوالیو کې ۱۵ ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې دي. 

سرچینې نن (دوشنبې د غبرګولي ۱۲مه) ویلي چې په دغو ودانیو ۱۹۲ میلیون افغانۍ مصرف شوې دي. 

 د پکتیکا د پوهنې ریاست مسوولینو په وینا چې دا ودانۍ په اساسي ډول جوړې شوې چې پکې درسي خونې، اداري دفترونه، تشنابونه او د پاکو اوبو  او برښنا سیسټمونه شامل دي.

د پکتیکا د پوهنې ریاست په خبرپاڼه کې د پوهنې وزارت د سرپرست له قوله ویل شوي: “زموږ هڅه یوازې دا نه ده چې ښوونځي جوړ کړو، بلکې موږ غواړو د ښوونې او روزنې کیفیت لوړ کړو، ښوونکي وروزو، درسي توکي برابر کړو او زده‌کوونکو ته داسې چاپېریال برابر کړو چې له مخې یې ټولنه پرمختګ وکړي.”

ویل کېږي چې ښوونځیو ته دا ۱۵ ودانۍ د یو نړیوال بنسټ له لوري جوړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې دي. 

تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړېدو راپورونه ورکړل شوي وو.

اړوند خبرونه