ډېر لوستل شوي

د اوزبيکستان د امنيت شورا مرستيال: ا.ا به په مناسب وخت کې په رسميت وپېژنو

د اوزبيکستان د امنیت شورا مرستیال عبدالعزیز کاملوف تازه څرګندونو کې ويلي، چې هېواد به يې اسلامي امارت د مناسب وخت پر مهال په رسميت وپېژني، ځکه چې له دې پرته بله لاره نه شته.

د تاشکند ټایمز خبري آژانس تېر ماښام د “Ishonch.uz ” خبري او تحلیلي وېب‌پاڼې له قوله راپور ورکړی، چې عبدالعزیز کاملوف د اسلامي امارت له حکومت سره پر بشپړ تعامل او خبرو ټینګار کړی او غوښتي يې دي، چې د افغانستان د اسلامي امارت پلاوي دې په ټولو نړیوالو غونډو کې ګډون ولري.

نوموړي زیاته کړې: «نن‌ ورځ خبرې یو طرفه روانې دي، که رښتینی ډیالوګ غواړو، باید د افغانستان اسلامي امارت غږ هم واورېدل شي. هغوی ته باید تریبون ورکړل شي، نړیوالو سازمانونو ته دې بلنه ورکړل شي، څو خپلې اندېښنې او ستونزې بیان کړي.»

کاملوف د افغانستان او اوزبيکستان تر منځ د څو پېړیو ژور تمدني او فرهنګي پیوستون یادونه کړې او ويلي یې دي: «موږ د ابوریحان البيروني، علي‌ شیر نوايي او ظهيرالدين بابر په څېر ګډ تاریخي شخصیتونه لرو.»

نوموړي دا هم ويلي، چې اسلامي امارت له هرات څخه ۱۶ موټر سپین مرمر حیرتان ته لېږلي، څو د امام بخاري د یادګار کمپليکس جوړولو لپاره د ډالۍ په توګه وکارول شي. هغه پوښتنه وکړه: «کوم بل حکومت د داسې کار وس لري؟ دا د دواړو ملتونو د روحاني نږدېوالي څرګند ثبوت دی.»

عبدالعزیز کاملوف د افغانستان خلک قهرمان، زړور او کړېدلي وګړي یاد کړي او زیاته کړې يې ده، چې د انګلیس، پخواني شوروي اتحاد او ناټو یرغلونه یې زغملي. نوموړي زياته کړې، چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې هره پردۍ لاسوهنه افغانستان ته وراني راوړې او اوس دا هېواد د نړیوالو مرستو مستحق دی.

کاملوف زياته کړې، چې د اشرف غني په مشرۍ تېر حکومت د هېواد د سم مدیریت وړتیا نه لرله، ځکه د دولت ۷۰ سلنه بودیجه له بهره تأمینېده او یوازې ۳۰ – ۴۰ سلنه خاورې یې تر واک لاندې وې.

اړوند خبرونه