د پنجشیر ځانګړې لوا خبر ورکړی چې د پنجشیر – بدخشان له ۲۱۰ کیلو متره سړک څخه د ۱۴۸ کیلو متره د هوارولو او جغل اچولو کارونه بشپړ شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې دغه ۲۱۰ کیلو متره اوږد او ۱۲ متره سور ور سړک د پنجشیر له لارې بدخشان ولایت له پلازمېنې کابل سره وصلوي.
ویل کېږي چې د دې سړک د جوړولو چارې دا مهال د بدخشان یمګان ولسوالۍ اړوند سیمو کې روانې دي او په راتلونکو ورځو کې به تر جرم او بهارک ولسوالیو پورې ورسېږي.
د پنجشیر د ځانګړې لوا چارواکو دغه سړک د سالنګ لارې لپاره مناسب بدیل بللی او په وینا یې چې دا لاره د بدخشان او کابل ترمنځ واټن شاوخوا ۲۳۱ کیلومتره لنډوي.
په ورته وخت کې د بدخشان اوسېدونکو د اسلامي امارت له مسوولینو غوښتي چې په اساسي توګه د یاد سړک د جوړولو لپاره هڅې وکړي، او په وینا یې که دا سړک قیر شي، د دوی ستونزې به په بشپړه توګه ورسره حل شي.