د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او د شکايتونو اورېدولو وزارت سرپرست شيخ محمد خالد حنفي د اسلام مبارک دين له مخې، د خلکو شخصي حريم ته ننوتل حرام عمل بللی دی.
ښاغلي حنفي محتسبينو ته په يوه سيمينار کې ټينګار کړی، چې هېڅوک دا حق نه لري تر څو د بل چا له اجازې پرته د هغه موبایل، جېب یا شخصي حريم ته د ننه شي.
د یاد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي حنفي محتسبینو ته سپارښتنه کړې، چې د خپلو دندو پر مهال د الله تعالی رضا او د ټولنې اصلاح ته لومړیتوب ورکړي. شيخ محمد خالد حنفي په ياد سيمينار کې دا هم ویلي، چې رشوت اخیستل د خوګ له غوښې خوړلو هم بدتر عمل دی.